شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

مقتدايي: افغانستان دې د ښه ګاونډیتوب اصول مراعات کړي

د ایران ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون مرستیال، عباس مقتدايي ویلي چې ټول هېوادونه په ځانګړې توګه افغانستان باید پخواني نړیوالو تړونونه او د ښه ګاونډیتوب اصول مراعات کړي. نوموړي ویلي چې اوس له ګاونډیو هېوادونو سره د شخړو وخت نه دی او افغانستان باید ټولو پخوانیو تړونونو ته ژمن پاتې شي. دغه ایراني چارواکي دا څرګندونې داسې مهال کړې چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یې له یاد هېواد څخه نږدې یو نیم میلیون افغان کډوال را ایستلي دي. ایراني چارواکي وخت ناوخت افغانستان د ګاونډیتوب اصولو ته پر نه‌ژمنتیا تورنوي، خو دوی بیا د کډوالو په برخه کې هېڅ ډول نړیوالو قوانینو ته ژمنتیا نه ښيي او په یو ځل میلیونونه کډوال په جبري ډول راوباسي. د ویلو ده چې د ایران حکومت له افغانستان سره د هلمند سر پر اوبو هم ځینې ملاحضات لري او ډول ډول ادعاوې کوي. بلخوا د طالبانو حکومت بار بار ویلي: چې دوی د ګاونډیو په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي. په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته څو ځلې له ایراني پوله‌ساتو سره طالب جنګياليو نښتې هم کړي، چې مرګ‌ژوبله یې هم لرلې ده.

- Advertisment -spot_img