شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

خوست کې هغه کس نيول شوی، چې د خپلې مېرمنې او اولاونو د وژنې هڅه يې کوله

خوست کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی، هغه تورن کس یې له کلاشینکوف او لاسي بم سره نیولی، چې د خپلې مېرمنې او اولادونو د وژنې په موخه د خسر کور ته ورغلی و. د خوست د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د خوست ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د کنډیو په مردون بابا سیمه کې شوې ده. سرچینه زیاتوي چې له نیول شوي کس څخه یو میل کلاشینکوف او یو لاسي بم هم ترلاسه شوي دي. امنیې قوماندانۍ لیکلي: «د نیول شوي کس له لوري د وژنې هڅه هدف ته له رسېدو وړاندې شنډه شوې.» خبرپاڼه کې راغلي چې تر دې دمه د دې کړنې انګېزه نه ده روښانه شوې، خو د معلوماتو پر اساس، نیول شوی کس په ورته شان یو شمېر نورو مرګونو هڅو هم تورن دی چې د قانوني اجرااتو لپاره به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

- Advertisment -spot_img