شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

م.م: ۹ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي

ملګرو ملتونو خبر ورکړی، چې په افغانستان کې له ۹ میلیون څخه ډیر خلک د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي، او بشري مرستې د ناکافي سرچینو له امله د اړمنو کسانو یوازې یوې کوچنۍ برخې ته رسیږي. د ملګرو ملتونو ویاند، سټیفن دوجاریک پرون په نیویارک کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت هره ورځ خرابیږي. د هغه په وینا چې دا اداره اوسمهال په میاشت کې له یو میلیون څخه کمو خلکو ته د خدمت کولو ظرفیت لري، پداسې حال کې چې اصلي اړتیا څو چنده زیاته ده. د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به د هغو ماشومانو او ښځو شمېر بې‌سارې کچې ته لوړ شي چې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي، او همداراز له ۴٫۷ میلیون څخه ډیر خلک به بیړنۍ درملنې ته اړتیا ولري. ملګرو ملتونو ویلي چې د څو نړیوالو ادارو لخوا د خوړو په مرسته کې کمښت د کړکیچ د خرابېدو یو لوی عامل دی. اداره لږترلږه ۵۶۸ میلیون ډالرو ته اړتیا لري ترڅو د زیان منونکو خلکو ملاتړ وکړي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند په کونړ ولایت کې وروستۍ زلزلې ته هم په اشارې ویلي چې دې پیښې په زیان منونکو کورنیو اضافي فشار راوړی دی. د هغه په وینا، په دې سیمه کې ځینې خوراکي توکي او اړین توکي ویشل شوي دي، خو د سرچینو د نشتوالي له امله، مرستې یوازې د اړتیاوو یوه کوچنۍ برخه پوره کوي. افغانستان له تیرو څلورو کلونو راهیسې یو له خورا جدي بشري بحرانونو سره مخ هېواد دی. د بانکدارۍ محدودیتونه، د نړیوالو مرستو کمښت او طبیعي پیښو لکه سیلابونه او زلزلې وضعیت نور هم خراب کړی دی. ملګرو ملتونو په وار وار خبرداری ورکړی چې که نړیوال ملاتړ کم شي نو په هیواد کې به میلیونونه کورنۍ د لوږې او سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

- Advertisment -spot_img