د ناټو غړي پولنډ په لومړي ځل د اوکراین جګړې په اوږدو کې د برید امر کړی دی. د ورسا اعلامیه وايي، د اوکراین برید په مهال دوه بې پیلوټه الوتکو چې د دوی هوايي حریم یې نقض کړی په غبرګون وويشتلې. دوی ویلي، دغه برید یې نن چهارشنبه سهار د ناټو او خپلو وسلو پر مټ کړی دی. د پولنډ لومړي وزیر ډونالد ټوسک په یوه تازه بیان کې ویلي، د ناټو له مشر سره په دوامداره توګه اړیکه کې دی. رویټرز د پولنډي چارواکو له قوله لیکلي، ډونالد ټوسک د وزیرانو بيړنۍ غونډه رابللې او په ځینو سیمو کې خلکو ته امر شوی، چې کورونو کې پاتې شي. هاخوا بیا امریکایي سناتورانو ویلي، دا الوتکې د روسیې دي په خبره یې، مسکو هڅه کوي د ناټو غړو په وړاندې د امریکا اراده وازمايي. جمهوري غوښتونکي سناتور جو ویلسون وايي، روسیه د ناټو په غړو برید کوي او له ټرمپ یې غوښتي، چې ځواب یې ورکړي. تر دې دمه د برید په تړاو روسیې څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې ټينګار کړی، که د اوکراین جګړه کې د مسکو شرایط ونه منل شي د جګړې لمبې به ګڼ هېوادونه اغېزمن کړي.



