د شماليکوریا مشر کېمجونګاون د لویو وچو ترمنځ د واټن ویشتونکي بالیستیک توغندیو لپاره د نوي انجن د ځمکنۍ ازموینې څخه څارنه کړې ده. هغه دغه ازموینه د خپل هېواد د ستراتیژیکو اټومي ځواکونو د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې یو «ستر بدلون» بللی دی. د شماليکوریا رسمي خبري اژانس (KCNA) راپور ورکړی، چې ازموینه بریالۍ وه او دا د نوي جامد سونګ توغندي نهمه او وروستۍ ځمکنۍ ازموینه وه. د یاد انجن جوړښت د کاربن فایبر څخه جوړ دی او کولای شي، شاوخوا ۱،۹۷۱ کیلو نیوټن ځواک تولید کړي چې دا له پخوانیو توغندیزو انجنونو څخه خورا ځواکمن دی. کاربن فایبر د توغندي وزن کموي او د سونګ فعالیت زیاتوي چې په پایله کې د توغندي واټن، دقت او اغیزمنتیا لوړوي. د دې نوې تکنالوژۍ په مرسته، شماليکوریا اوس کولای شي، د اوږد واټن بالیستیک توغندي په تولید کې لاپرمختګ وکړي. د شماليکوریا دا پرمختګ د سیمې او نړیوالو لپاره اندېښنې زیاتې کړي، ځکه چې دا ګام ښيي هېواد د اتومي او بالیستیک ځواکونو پر پیاوړتیا تمرکز کوي. څېړونکي وايي چې د دې ډول پرمختګونو دوام د نړیوال امنیت توازن او د ختیځې اسیا د ثبات لپاره جدي ننګونې رامنځته کولای شي. د نړیوالو څارونکو او د سولې هڅوونکو سازمانونو لهخوا د دې ازموینې په اړه اندېښنې څرګندې شوي او دوی د دې غوښتنه کوي،چې شماليکوریا دې د نړیوالو تړونونو او امنیتي مقرراتو پابند پاتې شي.



