چهارشنبه, مارچ 11, 2026
چهارشنبه, مارچ 11, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغان فوټبالران نن له میانمار سره لوبه کوي

د افغانستان فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې د دغه هېواد له ۲۳ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د اسیا جام مقدماتي سیالیو په لړ کې نن د میانمار پر وړاندې لوبه ترسره کوي. دغه لوبه نن د افغانستان پر مهال وروسته له غرمې ۰۰: ۲ بجې د میانمار په کوربه‌توب ترسره کېږي. یاد فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، چې د افغانستان د امید فوټبال ملي لوبډلې وروستۍ تمریني لوبه د میانمار په یانګون ښار کې د لوبډلې د روزونکي الیاس‌احمد منوچهر تر څارنې لاندې ترسره شوې ده. دغه سیالي په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د هېواد ملي لوبغاړو د جاپان او کویټ پر وړاندې په خپلو دوو تېرو لوبو کې ماتې خوړلې وه.

- Advertisment -spot_img