افغان رزميکار فرید بشارت د «UFC» سیالیو په چوکاټ کې خپل امریکايي سیال ته د قاضیانو په پرېکړه ماتې ورکړه. بشارت په دې سیالۍ کې د خپل سیال په پرتله اغېزمنه او زړهراښکونکې مبارزه وړاندې کړه او د قاضیانو د رایو له مخې یې بریا خپله کړه. له دې بریا سره، بشارت خپله بېماتې لړۍ روانه وساتله. نوموړي تر دې وړاندې ۱۵ پرلهپسې بریاوې ثبت کړې وې او تراوسه یې په مسلکي مبارزو کې کومه ماتې نه ده منلې.



