شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بیت المقدس کې پر اسرائیلو برید شوی

اسرائیلي پولیسو ویلي، نن دوشنبه شمالي بیت المقدس اړوند د موټرو په یوه تمځای کې پر اسرائيلي رژيم برید شوی او ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. د پېښې عیني شاهدانو دا هم ویلي، چې د برید په مهال لسګونه اسرائيليان پټنځای ته په تېښته و. اسرائیلي پولیسو په دې پېښه کې تر دې دمه د پینځو صهیونېستانو وژل او ۱۵ ټپیانو پخلی کړی دی. اسوشتېد پرېس خبري اژانس د سرچینو له قوله ویلي، بریدګر د پولیسو له لوري په نښه شوي خو د اشغالګر رژیم ځواکونه لا هم د بل برید وېرې له امله د پېښې په ځای کې پلټنې کوي. سرچینه وايي، برید د صهېونېستانو مېشت ځای کې شوی او ټپیان د سلګونو امنیتي ځواکونو تر ورتګ په پیاده روونو کې بې هوښه پراته وو، چې له ډلې یې د اوو تنو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی. تر اوسه د دې برید مسئولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

- Advertisment -spot_img