شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اسرائيلو پر غزې د حملو په دوام یوه لوړه ودانۍ په بمونو الوزولې

د غزې په تړانګه کې د اسرائيلو د پوځ په یوه برید کې یوه لوړه ودانۍ نړېدلې ده. په تېرو څو ورځو کې چې اسرائیلو د غزې په ښاري ناحیو کې د پوځي عملیاتو د پلان په درشل کې د غزې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی څو د بشري زون په نوم سیمې ته ولاړ شي، دا دوهم ځل دی چې داسې یو برید کېږي. د اسرائیل پوځ پرون وویل، یاده ودانۍ یې ځکه په نښه کړه چې حماس ډلې د اسرائیلي ځواکونو د څار لپاره کار ترې اخیست. عیني شاهدان او د فرانسپرس خبري آژانس خبریال وايي، اسرائیلي الوتکو پرون د غزې په جنوبي ناحیو کې د خبرداري هغه پاڼې له هوا راخوشې کړې چې خلکو ته له دې سیمې د وتلو خبرداری پکې ورکړل شوی و. اسرائیلو له څو اوونیو راهیسې دا خبرداری ورکړی چې د غزې په پراخه ښاري سیمه کې عملیات کوي خو دقیقه نېټه یې نه ده اعلان کړې. اسرائیلي پوځ د غزې په لمنو کې هوايي حملو او ځمکنيو عملیاتو ته زور ورکړی چې په نتیجه کې یې د وضعیت د لا خرابېدو وېره رامنځ ته کړې ده.

- Advertisment -spot_img