شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کابل مېشتې مېرمنې: د طالبانو محدودیتونو د عامه ترانسپورټ خدمات ستونزمن کړي

یو شمېر کابل مېشتې نجونې او مېرمنې وایي د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت لخوا لګول شویو محدودیتونو عامه ترانسپورت ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ کړې دي. خو د طالبانو حکومت د امر بالمعروف په قانون کې چې د دوی د عدلیې وزارت په رسمی جریده کې خپور شوی د شلمې مادې په دریم، څلورم او پنځم بند کې محتسبینو ته دا مسئولیت سپارل شوی، چې د لېږدونکو وسایطو مسئولین او موټر چلوونکي مکلف وګرځوي څو د قانون په ټکو بې حجابه ښځې ونه لېږدوي، نامحرمو نارینه وو سره ناستی او اختلاط هم ونه کړي او دغه شان عاقل او بالغ شرعي محرم باید ولري، هغه قانون چې مخکې په نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخ شوی دی. د یادونې ده چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته پر افغان نجونو او مېرمنو نور ګڼ محدودیتونه هم لګولي دي. له شپږم ټولګي پورته یې نجونې له زده کړو راګرځولي، په ډېری دولتي او نا دولتي ادارو کې یې ښځې له کار هم منع کړي او دغه شان نجونې او میرمنې ورزشي لوبغالو، تفریحي پارکونو او ان ښځینه حمامونو ته د تګ اجازه هم نه لري. خو دوی تل ادعا کړې چې د ښځو حقونه د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې خوندي دي، هغه ادعا چې افغان میرمنو او نړیوالو ته د منلو نه ده.

- Advertisment -spot_img