شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

له ایران او پاکستان څخه نږدې ۱۷۵۰۰ کډوالې کورنۍ راستنې شوي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې یوازې تېره اوونۍ له ایران او پاکستان ۱۷۴۲۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو لک ۷۰۳۷تنه کیږي هېواد ته راګرځيدلې دي. یاد وزارت ویلي، پر دغو کورنیو حکومت ۱۶۳میلیونه ۶۲۰ زره افغانۍ نغدې مرستې وېشلې دي. د کډوالو وزارت زیاته کړې، بېرته راستنو شویو کورنیو ته یې د نغدي مرستو ترڅنګ د خوړو، پاکو اوبو، وړیا ټرانسپورټ، سیمکارتونو او روغتیایي چوپړتیاوو خدمات هم برابر کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کې د تېرې اګست میاشتې په ۳۱مه نېټه د پي او آر کارت لرونکو افغان کډوالو مودې تر پای ته رسېدو وروسته له یاد هېواده د کډوالو د راستنېدو لړۍ چټکه شوې.

- Advertisment -spot_img