جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

راشد خان په نړیوالو سیالیو کې د «تېم ساوتي» ریکارډ مات کړ

د کرېکټ ملي لوبغاړي او د شل‌اووره لوبو لوبډلمشر، راشد خان د شل‌اووریزو نړیوالو سیالیو په تاریخ کې تر ټولو زیاتې ۱۶۵ وېکټې ترلاسه او د نیوزیلنډ لوبغاړي «تېم‌ ساوتي» ریکارډ یې مات کړی دی. تر دې مخکې د نیوزیلنډ لوبغاړي «تېم ساوتي» د شل‌اووریزو سیالیو په تاریخ کې تر ټولو زیاتې ۱۶۴ وېکټې لرلې، خو تازه افغان لوبډلمشر، راشد خان د ۱۶۵ مې وېکټې په اخیستو سره دا ریکارډ مات کړی دی. راشد خان همدا راز د نړۍ په کچه په ټولو شل‌اووریزو لوبو کې د ۶۶۴ وېکټو په اخیستو سره خپل لومړی نوم لري. په نړیوالو شل‌اووریزو سیالیو کې د راشد خان لخوا د نیوزیلنډ لوبغاړي «تېم ساوتي» دا ریکارډ داسې مهال ماتېږي چې خان تېره شپه په درې‌اړخیزه لوبلړۍ کې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې هم په زړه‌پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. د ویلو ده چې راشد خان د روانې درې‌اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د پاکستان خلاف هم په زړه‌پورې توپ‌اچونه او په یو اور کې زړوره توپوهنه هم وکړه. د راشد خان له لوري د شل‌اووریزو نړیوالو لوبو په تاریخ کې دا ریکارډ د ډېرو هېوادوالو له هرکلي سره مخ شوی، او په ټولنیزو پاڼو یې راشد خان ته مبارکي ویلې ده.

- Advertisment -spot_img