سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ښايي د کونړ زلزلې د قربانيانو شمېر لوړ شي

کونړ کې طالب چارواکو خبر ورکړی، چې د یاد ولایت په نورګل، څوکۍ، وټپور، ماڼوګي او چپې درې ولسوالیو کې د تېرې شپې زلزلې له امله شاوخوا ۲۵۰ کسان مړه او له ۵۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې دا معلومات وروستي نه دي بللي او په وینا یې چې ښايي د مړو شمېر لوړ شي. د مسئولینو پر وینا چې د دې زلزلې له امله په یاد ولایت کې د ځینو ولسوالیو ترمنځ غځېدلې لارې هم تړل شوې، خو د ژغورنې عملیات پیل شوي دي. په ورته وخت کې د کونړ اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې د تېرې شپې زلزلې لسګونه کلي په بشپړه توګه تر خاورو لاندې کړي او دوی له خلکو غوښتي چې تر خاورو لاندې کسانو په را ایستلو کې مرسته وکړي. بلخوا د طالبانو د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د ژغورنې ټیمونه هم سیمې ته رسېدلي او د هوا له لارې یې د ټپیانو لېږد پيل کړی دی. د یادولو ده چې د ريښتر په کچه ۵٫۲ درجې زلزلې په کونړ سربېره په ننګرهار او لغمان کې هم مرګ‌ژوبله اړولې او د دې زلزلې ټکانونه د پلازمېنې کابل په ګډون آن د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې هم محسوس شوي دي.

    - Advertisment -spot_img