جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اروپايي ټولنې د اوکرایني ځواکونو د روزلو ژمنه کړې

د اروپايي ټولنې د دفاع وزیران وایي، چې اوکراین دا مهال د جګړې د پایته‌رسولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې کوي، او دوی به د اوکراین سرتېري په خپله خاوره کې وروزي. د رویټرز په راپور کې ویل شوي؛ چې د اوکراین او روسیې جګړه څلورم کال ته رسېدلې او دا مهال یې د پایته‌رسولو لپاره هڅې چټکې شوې دي. بلخوا د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي له خپلو شریکانو غوښتي؛ چې دوی باید د راتلونکي کال لپاره پر اوکراین د بریدونو مخه ونیسي. د زلنسکي پر وینا چې د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو خبرې دې ژر تر ژره د مشرانو کچې ته لوړې شي. دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د روسیې له خوا پر اوکراین بریدونه زیات شوي او د روسیې وروستیو بریدونو د اروپایي ټولنې مشران سخت غوسه کړي دي. د اروپایي ټولنې د دفاع وزیرانو ویلي؛ چې دوی به پر مسکو خپل فشارونه زیات کړي او د اوکراین جګړې د پایته‌رسولو هڅې به ګړندۍ کړي. په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ هم د اوکراین جګړې د پایته‌رسولو لپاره څو غونډې کړي او په دې تړاو یې د روسیې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین سره نږدې هم لیدلي دي.

- Advertisment -spot_img