جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

روسیه: له ایران سره د اروپا ډیپلوماسي د توپک پر شپېلۍ روانه ده

ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر دیمیتري پولیانسکي ویلي، د ایران اټومي کړکېچ مسئولیت د ټرمپ پر غاړه دی او زیاته کړې يې ده، چې د فرانسې، جرمني او انګلستان د ایران پر وړاندې ډييلوماټیکه هڅه د توپک په شپېلۍ روانه ده. دا څرګندونې وروسته له هغې شوې، چې یادو اروپايي هېوادونو پر ایران د بندیزونو لګولو پرېکړه کړې. فاکس نیوز وايي، روسیه او چین د اروپایي هېوادونو هغه هڅې چې غواړي پر ایران بندیزونه ولګوي غندي. یادو درې واړو هېوادونو د یو ادعا له مخې ویلي، ایران له JCPOA اټومي تړون سرغړونه کړې، که د همدې تړون مادو له مخې یورانیم غني نه کړي او په دې برخه کې نوې هوکړې ته ونه رسېږي، سخت بندیزونه به پرې ولګوي. یاد روسي چارواکي ویلي، د دې تړون اصلي سرغړونکی ټرمپ دی، ځکه د ده په امر امریکا ۲۰۱۸ کې دا تړون پرېښود او دا پرېکړه یې د هغوی قصدي عمل وباله.

- Advertisment -spot_img