چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان سبا له پاکستان سره لوبه لري

د افغانستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان د درې اړخیزه لوبلړۍ سبا د افغانستان او پاکستان په لوبې پیلېږي. د کرېکټ درې اړخیزه لوبلړۍ په لومړنۍ لوبه کې افغانستان سباجمعه، له پاکستان سره سیالي کوي. کرېکټ بورډ د دغې لوبلړۍ او اسیا جام لپاره د راشد خان په لوبډلمشرۍ ۱۷ کلسیز نوملړ اعلان کړی دی. په دغه نوملړ کې راشد خان لوبډلمشر ورسره رحمان‌الله ګربز، ابراهیم ځدران، درویش رسولي، صدیق اتل، کریم جنت، عضمت‌الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، محمد اسحاق، شرف‌الدین اشرف، مجیب ځدراڼ، الله‌محمد غضنفر، نور احمد، عبدالله احمدزی او فضل‌حق فاروقي شامل دي. که څه هم په لومړني نوملړ کې د نوین الحق نوم هم شامل وو، خو اوس ویل شوي چې د ډاکټر په مشورې نوین به په د درې اړخیزه لوبلړۍ کې ونه لوبېږي، خو د اسیا جام برخه به وي.  له دې سره افغانستان کرېکټ بورډ تېره ورځ ملي لوبډلې ته یې د ایرلنډ کرېکټ لوبډلې پخوانی الرونډر «جان موني» د ډګرساتنې د نوي روزونکي او د استرالیایی «نیرملان تنابالزینګم» یې د نوي فیزیوتراپېسټ یا ډاکټر په توګه وګماره. د یادولو ده چې د ۲۰۲۵ کال اسیا جام به د اته لوبډلو په ګډون په متحده اماراتو کې په سپټمبر کې پیل شي.

- Advertisment -spot_img