جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د خوړو نړیوال پروګرام لوګر کې مرستې بېرته پیل کړې

لوګر کې د طالبانو د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسئولينو وایي چې د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) له څلور میاشتني ځنډ وروسته بیاځلې د دغه ولایت له بې‌وزله کورنیو سره خپلې مرستې پيل کړې. د ياد ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسئول صبغت‌الله نائب‌خېل ویلي، خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې کمښت له امله لوګر کې له بې‌وزله کورنیو سره مرستې ځنډولې وې. هغه همدارنګه زیاته کړې، تازه یاد نړیوال بنسټ د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې له شاوخوا ۱۰۰۰ بې‌وزله کورنیو سره نغدي مرسته وکړه. نائب‌خېل زیاتوي چې هرې بې‌وزله کورنۍ ته ۲زره او ۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې. نوموړی وایي خوړو نړیوال پروګرام(WFP) له محمداغې وروسته په ارزې ولسوالۍ کې هم سېلاب ځپلیو او اړمنو کورنیو سره ورته نغدي مرسته کوي. بل‌خوا د لوګر یوشمېر بې‌وزله او اړمنې کورنۍ وایي چې له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي او اړتیا ده چې حکومت او نړیوال بنسټونه ددغه ولایت له بې وزله او اړمنو کورنیو سره په دوامداره توګه مرستې وکړي.

- Advertisment -spot_img