د طالبانو ستره محکمې خبر ورکړی، چې په غور ولایت کې یې د درېیو ښځو په ګډون اووه تنه د «نامشروع» اړیکو او له کوره د تېښتې په تور په دُرو وهلي دي. دغې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دغو کسانو ته د غور ولایت په ساغر ولسوالۍ کې سزا ورکړل شوې ده. د طالبانو پر وینا، دغه کسان له شپږو میاشتو څخه تر دوو کلونو پورې پر بند او له ۳۰ څخه تر ۳۹ دُرو محکوم شوي دي. طالبانو پرون په پروان ولایت کې هم ۱۲ تنه په دُرو وهلي او پر بند محکوم کړي وو. له کورنیو او نړیوالو غندنو سره سره د طالبانو صحرایي محاکمې دوام لري.



