جست سیکیورټي مجلې راپور ورکړی،چې افغان مدني ټولنې د طالبانو رژیم پر وړاندې نوې مبارزه پیل کړې؛ داسې یوه هڅه چې په نړۍ کې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو په سخت چاپېریال کې ترسره کېږي. د يادې امريکايي مجلې پر حواله د شدیدو محدودیتونو او نړیوالې ټولنې د نه پاملرنې سربېره افغان فعالان د طالبانو پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکوي چې هڅو یې نړیوال پام ځانته اړولی دی. دغه راز، د جرمني هغه پرېکړه چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ یې بېرته پیل کړې او په برلین کې د افغانستان سفارت د سپارلو خبره د طالب مخالفانو او په تبعید کې د ډیموکراتیکو ځواکونو لپاره جدي ګواښ ګڼل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو مخامخ خبرو او د دوحې هوکړې د جمهوريت د پرځېدو او د طالبانو بیا واکمنېدو ته لاره برابره کړه. د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر مېرمنو او نجونو ګڼ محدودیتونه لګول شوي دي.



