پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کندهار او نورستان کې ۳ تنه وژل شوي

د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ څخه ځایي سرچینې خبر ورکړی، چې پرون سهار د دې ولسوالۍ د شهید بازار سیمه کې د حاجي نعمت‌الله په نوم یو کس د ناڅرګندو وسله‌والو لخوا په ډزو وژل شوی دی. سرچینه زیاتوي چې حاجي نعمت‌الله د ارزګان اصلي اوسېدونکی و، پخوا یې د پولې له لارې سوداګري کوله، خو له څه مودې راهیسې یې د غواګانو د پیر او پلور کاروبار پیل کړی و. د عیني شاهدانو پر وینا، وسله‌وال چې پر موټرسایکل سپاره وو، نوموړی یې په نښه کړی او له سیمې څخه تښتېدلي دي. تر دې دمه د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو د پېښې په اړه رسنیو ته څه نه‌ دي ویلي. دغه راز د نورستان ځايي سرچينو په حواله د ياد ولايت په کامدېش ولسوالۍ کې هم د ځمکې پر سر د دوو کورنیو ترمنځ د نښتې له امله دوه تنه وژل شوي. سرچینه ويلي، دا نښته پرون مازدیګر ناوخته د کامدېش ولسوالۍ په کمو درې سیمه کې را منځته شوې ده. د پېښې د اصلي لامل او د وژل شویو کسانو د هویت په تړاو نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. په ورته وخت، په نورستان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې دا پېښه تائید کړې او زیاتوي چې په دې پېښه کې د لاس لرلو په تور یې دوه کسان نیولي او د نورو ښکېلو کسانو په لټه دي. په دې وروستیو کې په ختیځو ولایتونو کې د ځمکو پر سر د شخړو کچه تر بل هر وخت لوړه شوې چې لامل یې تر ډېره بېکاري او اقتصادي ستونزې بلل شوي.

- Advertisment -spot_img