پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اوکراین د روسیې پر اټومي بټۍ برید کړی

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د اوکراین بې‌پیلوټه الوتکو د روسیې اټومي بټۍ په نښه کړې او هلته پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده. د رویټرز په راپور کې ویل شوي چې اوکراین پرون د روسیې په لور نږدې ۱۰۰ ډرون بریدونه کړي او درانه زیانونه یې اړولي دي. د راپورونو له مخې چې د اوکراین لخوا دا بریدونه په «کرسک» سیمه کې په نښه شوي دي. په ورته وخت کې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د اټومي توکو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی. تر اوسه د دغو بریدونو له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي. د اوکراین او روسیې پر جګړه کلونه اوړي او د امریکا په ګډون د نړیوالو د پرله‌پسې هڅو له امله بیا هم هلته د اوربند کوم څرک نه لیدل کېږي. له دې برید مخکې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې د اوکراین جګړې د پایته‌رسولو لپاره هڅې کوي، خو په وینا یې چې کله ولادیمیر زيلينسکي اوربند ته غاړه نه ږدي او نه کله هم د روسیې ولسمشر پوتین ناغېړي کوي. د ویلو ده چې د اوکراین په جګړه کې تر دې دمه لسګونه زره تنه وژل شوي او لسګونه زره نور ټپیان دي.

- Advertisment -spot_img