پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اسرائیلو غزه کې له ۱۰۰۰ زیاتې ودانۍ ویجاړې کړي

د فلسطین د ملکي دفاع اداره وايي، اسرائیلو تېرو نژدې دوو کلونو کې د بریدونو له پیل راهیسې د غزې ښار په زیتون او صبرا سیمو کې له زرو ډېرې ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړې کړي او سلګونه کسان یې د کنډوالو لاندې بند پاتې دي. يادې ادارې تېره ورځ یوه بیان کې ویلي چې د اسرائیل دوامداره بمبارۍ د مرستې او ژغورنې عملیات له خنډ سره مخ کړي. د بیان یوه برخه کې ویل شوي چې «غزه کې، که شمال دی یا سویل، هیڅ خوندي سیمه نشته. د غزې اوسېدونکو کورونه، سرپناوې او ان د بېځایه شویو کمپونه په نښه کېږي او د اسرائیل توغندییز بریدونه دوام لري.» غزه چې د ملګرو ملتونو یوه سازمان په کې رسماً قحطي اعلان کړې، په تېرو څو اوونیو کې د اسرائیلو د سختو بمباریو لاندې ده. د غزې اوسېدونکو ویلي چې له هرې سیمې د پرله پسې چاودنو غږونه اورېدل شوي.

- Advertisment -spot_img