پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

دوو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ١٤ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په بدخشان او بلخ ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله لږ تر لږه شپږ تنه مړه شوي او اته نور ټپیان دي. بدخشان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامگار وایي، تېره ورځ د کوهستان ولسوالۍ په پل شوپای سیمه د یو موټر د چپه کېدو له امله د يوې ښځې او ماشوم په ګډون درې تنه مړه شوي او څلور نورو ټپيان شوي دي. بل خوا بلخ کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ محمد عیسی وثیق وایي، چې په بلخ ولایت کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. یاده دې وي چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتونو ته لېږدول شوي دي. داسې په داسې حال کې ده، چې مسؤولین د ترافیکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعت بولي او له هغوی غواړي چې د موټر چلونې پر مهال د خلکو ژوند او ترافیکي اصولو ته پام وکړي.

- Advertisment -spot_img