د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي ‘د بهرنیو چارو وزیرانو په ځانګړې غونډه کې د ګډون په موخه’ سعودي عربستان ته سفر کړی دی. ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې ښاغلی عراقچي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون کوي. په راپورونو کې ویل شوي، چې په غزه کې د انساني ناورین څېړنه، د غزې د بشپړې نیونې حقوقي او سیاسي اړخونو څېړنه او د مرستو رسولو لپاره همغږي د دې غونډې مهم موضوعات دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر له دې مخکې هم بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کړی و او د ایران – اسرائیلو د وروستي تاوتریخوالي او ۱۲ ورځنۍ جګړې په اړه یې د هېوادونو له مشرانو سره بحثونه کړي وو. بلخوا اسرائیلو یو وار بیا پر ایران د بریدونو خبرداری ورکړی، خو ایران بیا ویلي چې که اسرائیل دا ځل پر ایران برید وکړي، تهران به پر دوی د نوي نسل توغندي وکاروي. د ایران د پوځ مشر څو ورځې مخکې خبرداری ورکړی و، چې په تېره ۱۲ ورځنۍ جګړه که یې پر اسرائیل پخواني توغندي کارولي وو، خو وایي دا ځل به یې ځوابي بریدونه تر هغو لا سخت وي.



