پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د سرپناه نشتوالي افغانستان ته د کډوالو بېرته راستنېدل ستونزمن کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام خبرداری ورکړی، تر هغې چې خوندي سرپناه برابره نه شي، د هغو کډوالو بیا ادغام چې افغانستان ته راستانه شوي، شونې نه برېښي. نوموړي بنسټ نن يکشنبې په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې راستنېدونکي د مناسب استوګنځای نه لرلو له امله د خپل ژوند د بېرته رغولو وس نه لري. د دغه سازمان په خبره، سره له دې چې د نړیوالو شریکانو په همکارۍ هڅې شوي څو د دغه قشر بنسټيزې اړتیاوې پوره شي، خو اړتیاوې د شته وړتیاوو او سرچینو پرتله پورته دي. د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام له نړیوالې ټولنې د سملاسي اقدام غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې که ځنډ وشي، د ستنېدونکو حالت لا ډېر ناوړه کېدای شي. دا په داسې حال کې ده چې له ایران او پاکستانه د افغانانو د جبري اېستلو لړۍ په چټکۍ دوام لري او پر راستنېدونکو فشارونه ډېر شوي دي.

- Advertisment -spot_img