د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د “منډوي بازار” په نوم د افغاني کلتوري توکو یو ورځنی نندارتون جوړ شو. په دغه نندارتون کې چې د افغان کډوالو له لوري تنظیم شوی و، افغاني دودیزې جامې، لاسي صنایع، ګاڼې، زعفران او نور کلتوري توکي نندارې ته وړاندې شوي وو. د دې کلتوري نندارتون هدف، په فرانسه کې د افغانانو ترمنځ د یووالي رامنځته کول، د افغان کډوالو د مثبت تصویر وړاندې کول او د هغو کسانو پر وړاندې غبرګون دی، چې د کډوالو ضد دریځ لري. دوی زیاته کړې، چې د دې نندارتون له لارې هڅه کېږي په فرانسوي ټولنه کې د افغانانو لپاره د کار بازارونه پیدا شي او له دې لارې اقتصادي فرصتونه رامنځته شي. د نندارتون ګډونوال او لیدونکي هم دغه ډول پروګرامونه مهم ګڼي او وایي چې دا ډول فرهنګي نندارتونونه نه یوازې د افغانستان دودیز ارزښتونه ژوندي ساتي، بلکې د کډوالو او کوربه ټولنې ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ته هم لاره هواروي.



