د بغلان د طالبانو امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ تنه ټپیان شوي دي. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه د دوشي ولسوالۍ اړوند د «سنکسلاخ» ښوونځي په سیمه کې له یوه باروړونکي موټر سره د ۵۸۰ ډوله موټر د ټکر له امله شوې ده. سرچینې لیکلي چې په دې پېښه کې په دواړو موټرو کې ۲۴ تنه ټپیان شوي دي. امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه د بغلان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.



