باوري سرچینو د چهارشنبې په ورځ، د زمري په ۲۹مه، العربیه ته ویلي چې د طالبانو مشر، هبةالله اخندزاده، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د لېسو او پوهنتونونو له بندېدو وروسته، اوس د ښځو او نجونو پر دیني زدهکړو هم بندیز لګولی دی. سرچینې وایي، طالبانو په یوه وروستي کابینې غونډه کې وزارتونو ته شفاهي لارښوونه کړې چې د نجونو دیني مدرسو ته شاملېدنه ورو ورو بنده کړي. د دې پرېکړې لومړنی ګام دا دی چې فارغو نجونو ته سندونه نه ورکول کېږي. دلیل دا ښودل شوی چې په ځینو مدرسو کې نوي علوم لکه ریاضي، ساینس او ژبې تدریس کېږي. دغه پرېکړه د طالبانو د کابینې دننه پراخ بحثونه راپارولي دي. ځینو وزیرانو ویلي چې دا عمل د قرآن کریم او احادیثو له صریحو متونو سره په ټکر کې دی او د نارینه او ښځو لپاره د علم زدهکړه واجبه ګڼي. خو د طالبانو مشر ویلي که د بالغې نجلۍ له کوره د وتلو اجازه وي، باید واضح شرعي دلیل ولري. راپورونه وایي، بحثونه سخت وو او ځینو مشرانو دا پرېکړه د کورنیو اختلافاتو او نړیوال غبرګونونو سبب بللې ده. ځینو دا هم وایي چې ښایي دا د بهرنیو اجنډاوو یوه برخه وي چې د طالبانو حکومت کمزوری کړي. طالبان د ۲۰۲۱ م کال د اګست له ۱۵مې واک ته له رسېدو وروسته، پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګولي دي. نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته نه شي تللای، له ډېرو څخه دندې، سفر او عام محضر ته لاسرسی ترې اخیستل شوی دی. بشري حقونو سازمانونو، نړیوالو ادارو او ګڼو هېوادونو دغه بندیزونه په کلکه غندلي دي. اوسمهال نجونې له شپږم ټولګي وروسته د زدهکړو، ډېرو دندو او عامه ځایونو ته له لاسرسي بېبرخې دي.



