پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ملاله بنسټ: د افغان نجونو د زده کړو د ملاتړ مو ٣ میلیونه ډالرو زیاته مرسته ځانګړې کړې

ملاله فنډ (Malala Fund) ویلي، له درې میلیونو ډالرو زیاته مرسته په افغانستان کې دننه په بدیلو تعلیمي پروګرامونو او همدارنګه په نړیواله کچه”د بشریت پر وړاندې د جنایت په توګه” د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندلو لپاره په نړیوال عدالت غوښتنه لګوي. د دغه بنسټ په اعلامیه کې چې پرون چهارشنبه خپره شوې راغلي، د دې پروګرام یوه برخه د ۱۰ زره څخه ډېرو افغانو نجونو ته د منځني ښوونځي له دورې پورته ټولګیو د انلاین زده کړو لپاره ده، چې لوړو زده کړو ته د زمینې برابرولو لپاره به ورته نړیوال اعتبار لرونکې تحصیلي اسناد وړاندې کړي. وړاندې راغلي چې، د مرستې بله برخه د هغو سازمانونو لپاره ځانګړې شوي چې د طالبانو د قانوني تعقیب او د بشریت پر وړاندې د جنایت په توګه د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندنې پر موضوع کار کوي. په اعلامیه کې د دغه بنسټ د افغانستان د څانګې مشرې سحر حلیمزۍ په حواله راغلي، دوی له هغو ښځو او نجونو ملاتړ کوي، چې نه غواړي له صحنې حذف شي. دوی د ازادۍ او عدالت په لومړۍ کرښه کې ولاړې دي او ملاله فنډ د دوی ترڅنګ دی. ملاله فنډ ټینګار کړی، چې په دې پانګونې سره هڅه کوي په نړۍ کې د افغانو نجونو غږ پورته کړي او نړیواله ټولنه طالبان د ښځو د زده کړو د محرومولو په خاطر حساب ورکوونکي وګرځوي. یاده دې وي چې ملاله یوسفزۍ، د نجونو د زده کړو فعاله او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې، د ملاله فنډ بنسټ‌ ایښودونکې ده. هغې مخکې هم په وار وار د افغانو نجونو د زده کړو ملاتړ کړی او د بشریت پر وړاندې د جنایت په توګه یې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې ده. له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) د روان کال د حمل په میاشت کې ویلي چې د نوي تعلیمي کال په پیل سره ۴۰۰ زره نورې افغان نجونې له منځنیو زده کړو محرومې شوې او په دې سره د ټولو هغو نجونو شمیر چې په افغانستان کې له منځنیو زده کړو محرومې دي ۲.۲ میلیونه ته ورسید. یونیسف مخکې خبرداری ورکړی و که دغه بندیز تر ۲۰۳۰ کاله دوام وکړي، څلور میلیونه نجونې به له ښوونځیو بې برخې شي.

- Advertisment -spot_img