د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، سناتور محمد اسحاق ډار، په لندن کې د بریتانیا مېشتو پاکستاني وکیلانو په غونډه کې وویل، هند هڅه کوي، چې د اندس د اوبو تړون په یو اړخیز ډول وځنډوي، دا د پاکستان لپاره هم «سره کرښه» ده او هم د ۲۴۰ میلیونه وګړو لپاره د بقا ګواښ. اسحاق ډار په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې د ۱۹۶۰ کال د اندس د اوبو تړون، چې د نړیوال بانک په منځګړیتوب رامنځته شوی، د پاکستان شاوخوا ۸۰ سلنه د خوږو اوبو سرچینې تنظیموي. هغه وویل دا تړون یوازې قانوني مکلفیت نه دی، بلکې د پاکستان د ۲۴۰ میلیونه وګړو د ژوند او د سیمې د چاپېریال ساتنې تضمین هم دی. د ده په خبره، هېڅ هېواد نشي کولای چې دا تړون په یو اړخیز ډول لغوه یا وځنډوي. په غونډه کې ګډون کوونکو وکیلانو په یوه خوله د هند کړنه د «اوبو جګړه» وبلله او ژمنه یې وکړه چې د برېتانیا په کچه به یو حقوقي کمیټه جوړوي. دا کميټه به د پاکستان د حقونو د دفاع لپاره د نړیوالو قوانینو پر بنسټ مبارزه کوي او د نړیوالو حقوقي او دیپلوماتیک ملاتړ د راجلبولو هڅه به کوي. د اندس د اوبو تړون په ۱۹۶۰ کال کې لاسلیک شوی و چې د اندس د سیند حوزې سیندونه یې د هند او پاکستان ترمنځ ووېشل. دغه تړون د نړۍ له بریالیو اوبو وېشلو تړونونو څخه ګڼل کېږي او حتی د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړو پر مهال هم په خپل ځای پاتې شوی دی. خو د وروستیو سیاسي کړکېچونو او سرحدي نښتو وروسته، اندېښنې زیاتې شوي چې هند ښايي د تړون د تعلیق هڅه وکړي، چې پاکستان یې د خپل بقا لپاره مستقیم ګواښ ګڼي. په لندن کې دا غونډه د بریتانوي او پاکستاني وکیلانو د فورم درېیمه غونډه وه، چې د پاکستان د لوړ کمېسیون په نوښت او د مدافع وکیل امجد ملک په همکارۍ پیل شوې ده. د دې فورم موخه داده چې بهر مېشت پاکستاني وکیلان په نړیواله کچه د پاکستان د ملي ګټو دفاع وکړي او د مهمو قضیو لپاره حقوقي او ډیپلوماتیک ملاتړ برابر کړي.



