پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغان ولس: طالبان دې له ملي ارزښتونو، ورځو او مناسبتونو سره دښمني پای ته ورسوي

د طالبانو تر ولکه لاندې د کار او ټولنیز چارو وزارت د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت د زمري ۲۸مه په هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړه. د طالبانو د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې د روانې زمري میاشتې ۲۸مه چې راتلونکې سه شنبه ده، یوه ورځ به عمومي رخصت وي. ۱۰۶ کاله وړاندې شاه غازي امان الله خان له انګرېزي استعماره د افغانستان خپلواکي بېرته ترلاسه کړه. دا خپلواکي د درې رنګه ملي بیرغ لاندې علي حضرت امان الله خان اخیستې، خو طالبانو له څلورو کلونو راهیسې پرې سخت بندیزونه لګولي دي. د جمهوري نظام پر مهال د هېواد خپلواکۍ ورځې نمانځلو لپاره افغان حکومت ځانګړې بودیجه منظوروله څو د خپلواکۍ ورځۍ په مناسبت پراخ او شانداره تیاری وشي. سلګونه زره افغانان په دې ویاړلې ورځ د ښارونو واټونو ته راوتل او د درې رنګه ملي بیرغ لاندې یې د ملي یووالي، اتحاد او خپلواکۍ شعارونه ورکول. طالبانو له دې وړاندې هم په هېواد کې یو شمېر ملي ورځې او نېټې لغوه کړې دي. افغانان له طالبانو غوښتنه کوي، چې د افغانستان له ملي ارزښتونو، ورځو او مناسبتونو سره خپله دښمني پای ته ورسوي.

- Advertisment -spot_img