د یمن په حوثیانو پورې اړوند رسنیو راپور ورکړی، چې د یمن د پلازمېنې صنعا په سويل کې د برېښنا پر یوې کاخونې بريد شوی دی. رویټرز د المسیره ټلوېزیون په حواله راپور ورکړی، چې برید نن سهار د اګست پر ۱۷مه شوی دی. رسنیو دا نه ده څرګنده کړې چې بريد چا کړی دی. د صنعا اوسېدونکو ویلي چې په دغه ښار کې لږترلږه د دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د رویټرز پر وینا، د اسرائیلي رژيم پوځونه پر یمن د بمبار په حال کې دي او وايي چې دا اقدام پر اسرائیلو د ایران د متحدو حوثیانو د بریدونو په ځواب کې کېږي. حوثیانو له دې وړاندې د فلسطین د خلکو په ملاتړ پر اسرائیلو توغندي توغولي دي. متحده ایالتونو او برېتانيا هم د حوثيانو پر مورچلو عملیات تر سره کړي دي.



