پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هسپانیه کې ځنګلي اورونو پراخې ځمکې سوځولې

رویټرز ویلي، هسپانیه کې د رامنځته‌شویو ځنګلي اورونو له امله تراوسه ۷ تنه مړه شوي او څه باندې ۱۵۷ زره هکتاره ځنګلونه سوځېدلي دي. د هسپانیې چارواکو ویلي، چې دغه هېواد کې د اور څپې پراخې شوي، د اور مهارکولو لپاره شرايط برابر نه دي، چې له امله یې تر دې مهاله ۷ تنه مړه شوي او پراخې ځمکې یې سوځولې دي. چارواکو همدا راز زیاته کړې، چې په ګالیسیا کې څو اورونه سره یو ځای شول، چې له امله یې سړکونه او اورګاډو پټلۍ وتړل شوې. له دې سره د هسپانیې لومړي وزیر «پېدرو سانچېز» خبرداری ورکړی، چې د نویو اورونو ګواښ هم شته. باید وویل شي، چې په هسپانیا کې سږ کال تر دې دمه تر ۱۵۷ زره هکتاره ډېر ځنګلونه سوځېدلي دي. بلخوا څو ورځې وړاندې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی و، چې د یونان د پاتراس ښار په لوېدیځ کې ځنګلي اورلګېدنه د پراخېدو په حال کې ده او زرګونه کسان د کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. د رویټرز د راپور له مخې چې دا ځنګلي اور لا هم نه دی مهار شوی او شېبه په شېبه د پراخېدو په حال کې دی. د ویلو ده چې په نړۍ کې دا ډول اورلګېدنې تر ډېره د اقلیمي بدلون او لنډمهاله چټکو بادونو د پېښېدو له امله رامنځته کېږي.

- Advertisment -spot_img