نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۲۰۰ تنه مړه شوي. د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله د مړوشویو کسانو شمېر نږدې ۲۰۰ تنو ته رسېدلی او لسګونه نور ټپیان دي. خیبرپښتونخوا کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې مدیریت چارواکو ویلي، سېلابونو د بونیر، باجوړ او بټګرام سیمې سختې ځپلې دي او په دې سیمو کې راوتلي دي. رویټرز خبري اژانس زیاته کړې، چې د خرابې هوا له امله د ژغورنې یو هلیکوپټر هم را غورځېدلې ده. چورلکه د خراب موسم له امله په یوه غرنۍ سیمه کې غورځېدلې او دوی هڅه کوي، سیمې ته ځان ورسوي. د چارواکو پر وینا او د رسمي شمېرو له مخې له ټولو ډېره مرګژوبله د بونیر په بېلابېلو سیمو کې ده او په ټوله کې تر اوسه د ۲۰۰ تنو مړینه تائید شوې ده. بل لور ته په مومندو سیمه کې چارواکي وايي، د مرستې لپاره استول شوې باید وویل شي، چې د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی، چې د سختو بارانونو دا لړۍ به د اګست تر ۲۱مې پورې روانه وي.



