چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ايټالیا کې د انساني قاچاق دوې کښتۍ ډوبې شوي

ایټالیا په سوېلي ټاپو لامپیدوسا کې د کډوالو د دوو کښتیو ډوبېدو پېښه کې لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه او ۶۰ نور ژغورل شوي دي. الجزیرې ټلوېزیون تېره شپه په یوه راپور کې ویلي چې د ایټالیا سوېلي ټاپو لامپیدوسا ته نږدې د کډوالو د دوو کښتیو ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه او ښايي یو شمېر ورک وي. په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان د ویاند له قوله لیکلي شوي چې په دغو دواړو کښتیو کې شاوخوا ۹۵ کډوال سپاره وو. د ایټالیا د سره صلیب او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، ژغورونکو پرون ۶۰ کسان ژغورلي چې ۵۶  نارینه او څلور ښځې په‌کې شامل دي. سرچینې ویلي چې یادې کښتۍ له لیبیا اروپا ته روانې وې چې یاده پېښه رامنځته شوه. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې اروپا ته د تللو پر مهال په مرکزي مدیترانه کې ۶۷۵ تنه مړه شوي دي.

- Advertisment -spot_img