د پاکستان د روغتیا ملي انسټیټیوټ راپور ورکړی، چې په جولای میاشت کې په هېواد کې د پولیو مثبتو پېښو شمېر زیات شوی دی. د دغو پېښو ثبت په سیمه کې د ناروغۍ د خپرېدو په اړه په ځانګړې توګه په پاکستان او افغانستان کې اندېښنې راپورته کوي. دغه انسټیټیوټ په یوه نوي بیان کې ویلي، چې د جولای په میاشت کې د پاکستان له ۸۷ بېلابېلو ولسوالیو څخه راټول شوي ۱۱۷ نمونو څخه، ۴۲ نمونې د پولیو ویروس درلودونکي وموندل شوې. ارقام ښیي چې شاوخوا ۳۶ سلنه نمونې مثبتې وې، چې د جون په میاشت کې د ۳۲ سلنې څخه زیاتې وې. روغتیایي چارواکو ویلي، چې ۷۵ نمونې منفي وې او د ۱۰ نورو نمونو پایلې لاهم په لابراتوار کې ازمول کېږي. پاکستان او افغانستان په نړۍ کې یوازیني هېوادونه پاتې دي چېرې چې پولیو په بشپړ ډول له منځه نه ده وړل شوې. امنیتي ستونزې، د واکسین په اړه بې باوري او د غلطو معلوماتو خپرېدل له هغو ننګونو څخه دي، چې د ویروس پر وړاندې مبارزه یې ورو کړې ده. رسمي ارقام ښیي چې په ۲۰۲۵ کال کې، په پاکستان کې د پولیو ۱۹ پیښې ثبت شوي، چې ډېری یې په خیبر پښتونخوا ولایت کې دي. دا په داسې حال کې ده،چې تېر کال په ټول هېواد کې لږترلږه ۷۱ پیښې ثبت شوې وې. په افغانستان کې، سږ کال یوازې دوه قضیې پېژندل شوي، په داسې حال کې چې تېر کال دا شمېره ۲۵ وه. پولیو، یا د ماشومانو فلج، یوه ساري ویروسي ناروغي ده،چې په عمده توګه ماشومان په نښه کوي او کولی شي د دایمي معلولیت لامل شي. سره له دې چې د ویروس کنټرول کې نړیوال پرمختګ شوی، پاکستان او افغانستان د دې ناروغۍ د خپرېدو اصلي مرکزونه پاتې دي. نړیوالو سازمانونو په وار وار خبرداری ورکړی،چې د واکسین کولو په برخه کې هر ډول غفلت کولی شي د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د لسیزو اوږدې هڅې له ګواښ سره مخ کړي.



