په جرمني کې تفریحي او کاري سفرونو نوی ریکارډ ثبت کړی دی. د یاد هېواد د فدرالي احصايې ادارې د راپور له مخې، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د جرمني په هوټلونو او لویو استوګنځایونو کې له ۲۲۳میلیونو څخه ډېر کسان د شپې پاتې کېدو لپاره ثبت شوي دي. دغه شمېر د تېر کال په پرتله یو سلنه لوړوالی ښيي. که څه هم په جولای میاشت کې جرمني ته د ورتلونکو کسانو شمېر د اروپا ملتونو د جام سیالیو له امله نژدې دیارلس سلنه راکم شوی و، خو بیا هم په لویو استوګنځایونو کې د تېرکال په پرتله د بهرنيو سیلانیانو شمېر نژدې څلور سلنه زیات شوی دی.



