د کونړ په «ناړۍ» ولسوالۍ کې د لګېدلي ځنګلي اور له امله تر دې دمه ۱۲ هکټاره ځنګلي سیمې سوځېدلې او اور لا هم په بشپړ ډول نه دی مهار شوی. کونړ کې طالب چارواکو ویلي، چې دا ځنګلي اور له تېرو دریو ورځو راهیسې لګېدلی او لامل یې نه دی روښانه شوی. ځايي چارواکو ټینګار کړی، چې دمګړۍ اور وژونکي هڅې کوي چې د اورلګېدنې د پراخېدو مخه ونیسي. بلخوا د یادې ولسوالۍ ځايي سرچینو ویلي، چې دا اورلګېدنه لا هم نه ده مهار شوې او که یې مخنیوی ونهشي، لسګونه هکټاره نورې ځنګلي سیمې به هم وسوځوي. که څه هم تر اوسه د دې اورلګېدنې لامل نه دی ښودل شوی، خو دا ډول اورلګېدنې تر ډېره د زیاتې ګرمۍ او لنډمهاله چټکو بادونو په وسیله پراخېږي. له دې مخکې هم د هېواد په یو شمېر ځنګلي سیمو کې ورته اورلګېدنې شوې وې او لسګونه ځنګلونه یې له منځه وړي وو. د ویلو ده، چې په ځنګلي سیمو کې اورلګېدنې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې رامنځته کېږي او پراخ زیانونه اړوي.



