چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران افغانستان ته د یو نیم میلیارد ډالرو صادرات کړي

د ایران د رضوي خراسان د تایباد ولسوالۍ ولسوال حسین جمشیدي ويلي، چې د روان کال له پیله د سرطان میاشتې تر پایه پورې، له دوغارون ګمرکه افغانستان ته د ترانزیت شوو توکو ارزښت یوه میلیارد، ۶۰۵ میلیون، ۷۴۸ زره او ۱۹۲ امریکایي ډالره و. د هغه پر وینا، د سږ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې هم د څه باندې ۲۸۴ میلیون ډالرو توکي افغانستان ته صادر شوي دي. د ایران د کورنیو رسنیو د راپور له مخې، حسین جمشیدي وویل: « د سږ کال په څلورو میاشتو کې، ۵۲۹ زره او ۱۴ ټنه توکي چې ارزښت‌ یې ۲۸۴ میلیون، ۲۹۶ زره او ۴۷۸ ډالره و، د دوغارون له لارې افغانستان ته صادر شوي دي.» د هغه د ورکړل شویو جزئیاتو له مخې، دغه توکي د ایران له دوغارون سرحدي بازارګي افغانستان ته صادر شوي دي. د تایباد ولسوال زیاتوي، چې د ودانیزو موادو، خوراکي توکو، مېوو، نفتي محصولاتو صادرات د ایران له مهمو اقلامو څخه دي. دغه ایراني چارواکي همدا راز اعلان وکړ چې د سږ کال له پیله د سرطان میاشتې تر پایه پورې، له افغانستان څخه دوغارون ته د ترانزیت شویو توکو اندازه ۲۴ زره او ۷۲۵ ټنه وه، چې ارزښت ‌یې ۶۴ میلیون، ۲۳۱ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالره اټکل شوی دی.

- Advertisment -spot_img