دایکنډي کې ورزشي مسئولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې د زرمي لوبو څلورم پړاو سیالۍ د کابل، بامیانو او دایکنډي ولایتونو د ۹۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې. د دایکنډي د بدني روزنې او ورزش امر ناصر حقیقت ويلي چې دغه سیالۍ له دې ادارې سره په همکارۍ او همغږۍ د کابل، دایکنډي او بامیان ولایتونو د ۹۰ ورزشکارانو په ګډون وشوې. هغه د یادو لوبو د ترسره کېدو موخه رزمي ورزشونو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو پېژندل یاد کړي دي. په ورته مهال، د یادو سیالیو یوه ګډونوال محمد حسیني د دغه ډول لوبو ترسره کېدل د لوبغاړو د ودې او پرمختګ لپاره ګټور وبلل. هغه زیاته کړه چې په دغه ډول سیالیو کې د ورزشکارانو ګډون، د لوبغاړو ترمنځ د مهارتونو زده کولو او تجربو شریکولو لامل ګرځي.



