چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اندونیزیا کې د ګرځندویانو پر وړاندې د بيزوګانو سرخوږی

اندونيزیا کې سیلانیان د بيزوګانو له غلاوو شکایت کوي. دوی وايي، د بالي سیمې اړوند اولوواتو عبادت ځای، چې په هندو مذهب پورې اړوند دی د بیزوګانو د ګټې وټې په مرکز بدل شوی دی. یادې سیمې ته تللي سیلانیان له بیزوګانو شکایت کوي، چې له دوی څخه په چل ځیرک مبایلونه او نور قیمتي توکي غلا کوي، خو په بدل کې ترې بیا خوراکي توکي اخلي. فاکس نیوز د سیلانیانو له قوله ویلي، اوږدې لکۍ لرونکې شادیانې هره ورځ له ۵ تر ۱۰ مبایلونه غلا کوي. د شادیانو د برخې څېړونکو فاکس نیوز ته ویلي، چې بیزوګانې دا کار د خوراکي توکو د ترلاسه کولو په موخه کوي او دا یې د توکو د تر لاسه کولو نوی تاکتیک دی. دغو څېړونکو ویلي، بیزوګان د هغو توکو په پېژندلو کې ماهره شوي، چې قېمت یې لوړ وي. سیلانیانو بیزوګان په غلا او چل تورن کړي، چې په خبره یې له دوی یې عینکې د پیسو بټوې، نور قېمتي توکي وړي او د خوراکي توکو په بدل کې یې بېرته ورکوي. دغه معبد چې یوولس پېړۍ پخوانۍ ده اوس په کې شاوخوا ۶۰۰ بیزوګانې ژوند کوي.

- Advertisment -spot_img