د روسیې په ختیځ کې کامچاتکا ټاپوزمه نن چهارشنبه د ریښتر په کچه ۸ اعشاریه ۷ درجې زورورې زلزلې ولړزوله. د دغې زلزلې له امله د روسیې په لرې ختیځ کې سونامامي یو ښارګوټی ځپلی او د جاپان او متحده ایالتونو په ساحلي سیمو کې هم د سونامي خبرداری ورکړل شوی او له خلکو د تخلیې غوښتنه شوې. اسوشیتد پریس خبري اژانس ویلي چې زلزله کې څو تنه ټپيان شوي او ګڼ شمېر خلکو سیمه پرېښې ده. له زلزلې وروسته نور ټکانونه هم احساس شوي دي.



