د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر پرون غوښتنه کړې، چې افغانستان دې د ملګرو ملتونو د اقلیم په نړیوالو خبرو اترو (COP) کې شامل شي، ځکه چې سخت اقلیمي شرایط او د اوبو کمښت د افغانانو پر ژوند او اقتصاد ژور اغېز کړی دی. تېر کال د طالبانو یو پلاوی د آذربایجان په باکو کې د اقلیمي بدلون د نهه ویشتم نړیوال کنفرانس په غونډو کې د څارونکو په توګه ګډون کړی و، خو دوی رسمي ګډونوال نه وو. د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مشر مطيع الحق خالص ویلي، چې له ۲۰۲۱ م کال راهیسې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د چاپېریالي پروژو ځنډېدا افغانانو ته پراخ زیانونه اړولي دي. نوموړي څرګنده کړ، چې غواړي افغانستان د سږکال د اقلمي بدلون په دېرشم نړیوال کنفرانس کې، چې په برازیل کې جوړېږي، برخه ولري. خالص وویل :«افغانستان له اقلیمي بدلون څخه سخت متأثر شوی دی. وچکالي، د اوبو کمښت، د کرنیزو ځمکو کموالی، ناڅاپي سېلونه او د خوراکي خوندیتوب ګواښونه د خلکو پر ژوند او اقتصاد ژور اغېز کوي.»



