چهارشنبه, اپریل 22, 2026
چهارشنبه, اپریل 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بدخشان کې واورې ښویېدنې څلور کسان وژلي

د طالبانو د بدخشان امنیه قومندانۍ ويلي، د دغه ولایت د کوف‌آب ولسوالۍ د دره شخرو په سیمه کې د واورې ښویېدنې له امله څلور تنه وژل شوي دي. د یادې قومندانۍ په وینا، دغه کسان د کار لپاره راغستان ولسوالۍ ته روان وو، چې په لاره کې د برف‌کوچ لاندې شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی. سرچینه زیاتوي، د یادو کسانو جسدونه نن (چهارشنبه) له واورې را ایستل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي. بدخشان د افغانستان له غرنیو او سړو ولایتونو څخه دی، چې هر کال د ژمي او پسرلي په موسمونو کې پکې د واورې ښویېدنې پېښې رامنځته کېږي. د لرو پرتو سیمو خلک، چې ډېری وختونه د کار او تګ راتګ لپاره له خطرناکو لارو ګټه اخلي، له ورته طبیعي پېښو سره مخ کېږي.

- Advertisment -spot_img