د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړی استازی ریچارډ لیندسي کابل ته راغلی او له طالبانو یې غوښتي، چې بشري حقونو ته درناوی وکړي. نوموړي په یوه بیان کې له طالبانو غوښتي، چې له ټولو افغانانو سره پراخې خبرې اترې پیل کړي. د بیان له مخې، لیندسي په دې سفر کې د بشري حقونو، افغان راستنېدونکو، د طالبانو عمومي بښنې او د دوحې پر بهیر خبرې کړې دي. په بیان کې راغلي: «موږ په افغانستان کې د روان بشري بحران او له ایران او پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو پر وړاندې له شته ننګونو اندېښمن یوو. ما له مېرمنو او نجونو سره د طالبانو د چلند په اړه د برېتانیا اندېښنې او دریځ په روښانه توګه بیان کړی دی.» د برېتانیا ځانګړي استازي زیاته کړې، چې افغانستان کې وضعیت هغه مهال ښه کېدای شي، چې په خبره یې، ټولې خواوې د ملګرو ملتونو په مشرۍ سیاسي بهیر کې ګډون وکړي. برېتانیا ویلي، چې د خپل نوي استازي د ټاکلو له لارې غواړي له افغانانو سره خپله ژمنتیا ثابته کړي. یاد هېواد له دې وړاندې ویلي وو،چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې به له ۱،۷ میلیونو خوارځواکو ماشومانو ملاتړ وکړي.



