سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

له تاجيکستانه د افغان کډوالو د لېږد بهیر څارل کېږي

تاجيکستان د قاچاق او جعلي اسنادو په اړه د اندېښنې له امله د افغانانو په ګډون د ناقانونه کډوالو اېستلو لړۍ پيل کړې او د کډوالۍ نړيوال سازمان هم له دغه بهیره د څارنې لپاره شېرخان بندر ته ځینې ټېمونه لېږلي دي. د تاجيکستان د ملي امنیت کمېټې خبرپاڼه کې راغلي، چې تاجيک چارواکو د څېړنو پر مهال په یادو کډوالو کې ځینې موارد لکه د نشه‌يي توکو قاچاق، د سختدریځۍ پراخېدل، د پناه‌غوښتنې لپاره د جعلي اسنادو کارول او د تاجيکستان له لارې نورو هېوادونو ته اوښتل ثبت کړي دي. د یادې خبرپاڼې له مخې، تاجيکستان د یادو مواردو له امله مخکې له مخکې یو شمېر افغان کډوال اېستلي او د هغو پناه‌غوښتونکو د اېستلو لړۍ به چې د دغه هېواد قوانین نقضوي، دوام ومومي. د کډوالۍ نړيوال سازمان په خپل نوي راپور کې له تاجيکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو له احتماله یادونه کړې او ویلي، چې د روان وضعیت څارلو لپاره یې شېرخان بندر ته تجهیزات او نظارتي فورمونه لېږلي دي. یاد سازمان ويلي چې له راستنېدونکو د راستنېدو لامل او نورو اړوندو مسایلو په اړه پوښتنه کوي او له هغوی سره مرکې کوي.

- Advertisment -spot_img