د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له هغو افغانانو سره به مرسته وکړي، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یې له خپلې خاورې له وتلو وروسته د متحده عربي اماراتو په توقیف کې کلونه تېر کړي دي. ټرمپ، چې په ځلونو یې په امریکا کې د کډوالو پر منل کېدو انتقادونه کړي، د ولسمشرۍ دورې له پیل سره سم د کډوالو د بیا مېشتولو پروګرام ځنډولی و. د ټرمپ حکومت په اپرېل کې، په متحدو ایالتونو کې د زرګونو افغانانو د موقتي خوندیتوب پروګرام لغوه کړ. د ده دا پرېکړه ۱۱۷۰۰ افغانان له امریکا څخه د وتلو له خطر سره مخامخوي. ټرمپ په “ټروت سوشیال” کې د توقیف شویو افغانانو په اړه لیکلي: “زه به هڅه وکړم چې دوی وژغورم، له همدا اوس نه مې پیل کړی.” متحده عربي اماراتو، چې د امریکا نژدې امنیتي شریک هېواد دی، په ۲۰۲۱ م کال کې يې موافقه وکړه، چې څو زره هغو افغانانو ته د لنډې مودې لپاره ځای ورکوي، چې د طالبانو له خوا د امریکا د پلوي حکومت د پرزېدو پر مهال له کابله ایستل شوي وو. کاناډا په ۲۰۲۲ م کې ومنله، چې د امریکا په غوښتنه به نژدې ۱۰۰۰ افغانان، چې لا هم په اماراتو کې بند پاتې دي، بیا میشت کړي. لا هم روښانه نه ده، چې څومره کسان هلته پاتې دي. د پخواني ولسمشر جوبایډن ادارې له هغه وروسته چې د امریکا پوځیان له کابله په بیړه ووتل، نژدې ۲۰۰ زره افغانان يې متحده ایالاتو ته انتقال کړي دي. په دې کډوالو کې د افغان ـ امریکایي سرتېرو د کورنیو غړي، هغه ماشومان، چې له والدینو سره د یو ځای کېدو اجازه لري، له مخکې څخه منل شویو افغانانو خپلوان او لسګونه زره هغه کسان شامل دي، چې د امریکا له حکومت سره یې په شل کلنه جګړه کې همکاري کړې ده.



