سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران له ۳ اروپايي هېوادونو سره اټومي مذکرات پیلوي

تسنيم آژانس د ایراني چارواکو له خولې خبر ورکړی، چې ایران له فرانسې، جرمني او برېټانیا هېوادونو سره د تهران اټومي پروګرام په اړه د خبرو اترو پر پیلېدو هوکړه کړې. یاد اژانس دغه خبر تازه خپور کړی او زیاته کړې يې ده، چې د هوکړې په اړه یوې باوري سرچینې دغه خبره یاد اژانس ته کړې ده. دغې پټې سرچینې منلې، چې د مذاکراتو په اړه هوکړه شوې، خو د وخت او ځای په اړه یې څه نه دي ویلي. یاد اژانس ویلي، د تهران اټومي پروګرام په اړه پیلېدونکو خبرو کې به د یادو څلور واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون ولري. دغو اروپايي هېوادونو ایران ته څو ورځې وړاندې ګواښ کړی و، که تهران د خپل اټومي مذاکراتو په اړه خبرې بیا پیل نه کړي بندیزونه به پرې ولګوي. ایراني چارواکو ويلي، یورانیم د ملکي موخو لپاره غني کوي، خو لوېدیځ او ملاتړي تور لګوي، چې تهران د اټومي وسلو جوړولو په هڅه کې دی او باید یوه نوې هوکړه وشي.

- Advertisment -spot_img