سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د کورنیو تولیداتو په زیاتوالي د کارپوهانو ټينګار

د طالبانو ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د رسنیو په مرکز کې خپلې یو کلنې لاسته راوړنې له خلکو سره شریکې کړې. د یاد وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ویلي، د صنعتي سیمو د قانون توشیح او له بهره راستنو شویو سوداګرو او صنعتکارانو ته د اسانتیاو د تنظیم مقرره د طالبانو د حکومت د مشر له لوري تصویبېدل، د تېر کال له مهمو لاسته‌راوړنو دي. عزیزي زیاته کړې، چې تېر کال یې په کور دننه ۲۷ سوداګریز نندارتونونه جوړ کړي او ۱۷ نړیوالو او سیمه ييزو نندارتونونو کې یې کورني تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي. د عزیزي پر وینا اوس افغانستان له ۱۰۰ زیاتو هېوادونو سره روانه سوداګري لري. هغه زیاتوي، چې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یې له بېلابېلو هېوادونو سره ۱۶ هوکړې لاسلیک کړې دي. کارپوهان له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ زیاتېدل لویه لاسته راوړنه بولي خو ټینګار کوي، چې د صادراتو پر زیاتوالي دې کار وشي. کارپوهان وایي اوسمهال تر صادراتو د وارداتو کچه لوړه ده، چې دا داخلي تولید په کموالي دلالت کوي او باید داخلي پانګونه زیاته او داخلي تولید زیات شي.

- Advertisment -spot_img