افغانستان کې د «له پولیو خلاص افغانستان بنسټ» خبر ورکړی، چې راتلونکې اوونۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ (فلج) پولیو ضد واکسین کمپاین پیلوي. یادې ادارې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دغه کمپاین به د را روانې دوشنبې په ورځ یا د چنګاښ ۳۰مه پیل شي. د یادې ادارې لهخوا د پولیو ضد واکسین پېلېدونکي پړاو کې به له ۵ کلونو کم عمره زرګونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شوي، خو دغه بنسټ د یادو ماشومانو د کره شمېره په اړه معلومات نهدي ورکړي. افغانستان او پاکستان نړۍ کې دوه هغه یوازیني هېوادونه دي، چې لاهم په کې د ماشومانو ګوزڼ (پولیو) ناروغي په بشپړه توګه پهکې لهمنځه نهده تللې. افغانستان کې د پولیو لومړۍ مثبته پېښه د روان میلادي کال « ۱۴۰۳ کال د کب ۳ نېټه» په بادغیس کې ثبت شوه، چې له هغې وروسته د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوي دي.



